ایکنا نیوز راپور راکوي،د ایران د قرآڼ د نړیوالوسیالیو د څلویښتم پړاؤ دوهمه ورځ ددغو سیالیو د لومړۍ ورځې په اپوټه چې له ماسپښین وروسته پیل شوې وې،په دوهمه ورځ او د میرمنوپه برخې کې د سیالیو پيلیدا ته په پآم سره له سهاره پيل شوې او د ماښام تر نهو بجو پورې ئې دوام درلود.
په دغې ورځې د سهار په برخې کې د لویانو په برخې کې اوو ګډون کونکو او د زده کونکو په برخې کې هم څلورو ګډون کونکو پشمول د میرمنو په برخې کې یولس ګډون کونکي وو. په دغې مرحلې کې ک ه څه هم ګډون کونکي ، دایران ،عراق، تایلینډ،ترکیې ،سورئې ،بنګله دیش ، موریتانیا، او جرمني هیوادونو څخه وو، خو د زده کونکو په برخې کې د ایرانیو او عراقی ګډون کونکو ترمینځ سیالۍ سره ډيرې نزدې وې.
د ماسپښین په نوبت کې هم د لویانو په برخې کې د لسو ګډون کونکو او د زده کونکو په برخې کې د څلورو ګډون کونکو پشمول څوارلسو کسانو سره سیالۍ وکړې .د سړیو په برخې کې د سیالیو د ا جرا په مینځ کې د ایران دوو قاریانو یعنيمهدي اکبري زرین او اسفیداني د کلام الله مجید د څو آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
پر هادی اسفیداني سربیره د تحقیق د قرائت د څانګې د ګډون کونکو ترمینځ دافغانستان نماینده هم ډير په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ، همداراز د کومور هیواد استازي هم له هغو تمو ورآخوا چې د دغه هیواد دتلاؤت له سوئې کیږي، ترسره کړ.
د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې هم د زده کونکو په برخې کې د بنګله دیش نماینده او د لویانو په برخې کې د عربستان او فلسطین نمایندګانو هم له خپلې خوا ډير پياوړی حفظ په ښه انداز سره تلاؤت وړاندې کړ او که په غوره کسانو کې د دوي نامه ولیدل شي، نو هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده . البته تراوسه پورې په دغې مرحلې کې نیمو ګډون کونکو خپله اجرا نه ده ترسره کړې او د د ګمانونو فضا ته د نزدیکیدا لپاره باید دراتلونکو شپو ورځو په تمه ووسو.
د سیالیو په دوهمه ورځ هماغه شان د زده کونکو د سیالیو په هال کې د حاضرو کسانو د پام وړ شمیر کتونکي وو. هغه زده کونکي چې دهغوی په سترګو کې له قرآن کریم سره مینه او ګروهنه څپې وهي ، دغه زده کونکي د تهران ښار او شاوخوا ښارونو د سوئې د مختلفو ښونځيو څخه له خپلو مربیانو او روزونکو سره یو ځاي ددغو نړیوالو سیالیو دلیدو لپاره راغلی وو، او د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې د هال فضا ته ئې یوه خاصه ولوله او احساس ډالۍ کړی ؤ.
د سیالیو په دغه پړاؤ کې هره ورځ د سیالیو په هال کې د حاضرو کسانو څځه ۲۵ کسانو ته په قره کشۍ کې عتبات عالیاتو ته د سفر د لګښت مرستې ډالۍ کیږي.